ads

په غور کې د وسله والو طالبانو یو سرګروپ ووژل شو

په غور كې د ملا ياسر په نوم د وسله والو طالبانو يو مهم سرګروپ وژل شوى دى. د دې ولايت د والي وياند عبدالحی خطيبي كليد ته وويل، ملا ياسر د يكشنبې په مازديګر د مركز فېروزكوه ښار په خواجه غار سيمه كې ماين ځاى پر ځاى كاوه، چې خپل ماين پرې وچاودېد او […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 تله 1398
په غور کې د وسله والو طالبانو یو سرګروپ ووژل شو

په غور كې د ملا ياسر په نوم د وسله والو طالبانو يو مهم سرګروپ وژل شوى دى.
د دې ولايت د والي وياند عبدالحی خطيبي كليد ته وويل، ملا ياسر د يكشنبې په مازديګر د مركز فېروزكوه ښار په خواجه غار سيمه كې ماين ځاى پر ځاى كاوه، چې خپل ماين پرې وچاودېد او ووژل شو.
د هغه په وينا، د طالبانو دغه مهم غړي په غور كې د يادې ډلې په زياتو تروريستي بريدونو كې رول درلود.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.
غور د هېواد له ناامنه ولايتونو څخه دى، چې طالبان يې په ګڼو سيمو كې پراخ حضور لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA