ads

په سوريه کې د امريکا له ملاتړه برخمنو ځواکونو ۳۰۰ ملکي وګړي تښتولي

راپورونه وايي، د امريکا له ملاتړه برخمنو ډيموکراټيکو ځواکونو په سوريه کې د ملکي وګړو پر کورونو بريد کړى او ۳۰۰ ملکيان يې تښتولي دي. دغه ملکي وګړي په دې هدف تښتول شوي، چې په زور له يادو ځواکونو سره يو ځاى کړل شي. د سوريې د الشدادي ښار اوسېدونکو د تښتول شوو کسانو د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 تله 1398
په سوريه کې د امريکا له ملاتړه برخمنو ځواکونو ۳۰۰ ملکي وګړي تښتولي
په سوریه کې د امریکا له ملاتړه برخمن ځواکونه

راپورونه وايي، د امريکا له ملاتړه برخمنو ډيموکراټيکو ځواکونو په سوريه کې د ملکي وګړو پر کورونو بريد کړى او ۳۰۰ ملکيان يې تښتولي دي.
دغه ملکي وګړي په دې هدف تښتول شوي، چې په زور له يادو ځواکونو سره يو ځاى کړل شي.
د سوريې د الشدادي ښار اوسېدونکو د تښتول شوو کسانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
بلخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرېش او په سوريه کې د دغه سازمان سياسي استازولۍ هم دا پېښه تاييد کړې او يو تروريستي اقدام يې بللى دى.
امريکا له درېيو کلونو راهيسې په سوريه کې تر خپل کنټرول لاندې ځواکونو ته وسلې استوي او دغه لړۍ لا هم دوام لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA