ads

سعودي عربستان په هند کې د ۱۰۰ ميليارد ډالرو پانګونه کوي

په نوي ډيلي كې د سعودي عربستان سفير سعود بن محمد الساطي اعلان کړى، چې هېواد يې په هند کې د ۱۰۰ ميليارد ډالرو پانګونه کوي. نوموړي رسنيو ته په خبرو کې څرګنده کړې، رياض هوډ لري، چې په هند كې په مختلفو برخو کې د ۱۰۰ ميليارد ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي. ده ويلي، […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 تله 1398
سعودي عربستان په هند کې د ۱۰۰ ميليارد ډالرو پانګونه کوي
د هند او سعودي مشران

په نوي ډيلي كې د سعودي عربستان سفير سعود بن محمد الساطي اعلان کړى، چې هېواد يې په هند کې د ۱۰۰ ميليارد ډالرو پانګونه کوي.
نوموړي رسنيو ته په خبرو کې څرګنده کړې، رياض هوډ لري، چې په هند كې په مختلفو برخو کې د ۱۰۰ ميليارد ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.
ده ويلي، چې دا پانګونه به د انرژۍ، زېربنا، کاني موادو او نورو برخو کې ترسره شي.
الساطي زياته كړې، چې سعودي عربستان به په هند کې د تېلو، ګازو او کانونو په برخو کې هم خپله همکاري پراخه او د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسنۍ ۳۴ ميليارد ډالري پانګونه ډېره کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA