ads

رسنیو د ټاکنو له رونټيا سره پوره مرسته وکړه

د جمهوري رياست د ټولټاکنو له بهير څخه د رسنيو پراخ پوښښ په دغو ټاکنو کې له رونټيا سره مرسته وکړه. له ټاکنو څخه د موثق اطلاع ورکونې په بهير کې د رسنيو ونډه خورا اغيزمنه بلله شوې او خلک په دې باور دي چې رسنۍ اوس په افغانستان کې د اصلاحاتو لپاره د فشار […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
7 تله 1398
رسنیو د ټاکنو له رونټيا سره پوره مرسته وکړه
رسنۍ

د جمهوري رياست د ټولټاکنو له بهير څخه د رسنيو پراخ پوښښ په دغو ټاکنو کې له رونټيا سره مرسته وکړه.
له ټاکنو څخه د موثق اطلاع ورکونې په بهير کې د رسنيو ونډه خورا اغيزمنه بلله شوې او خلک په دې باور دي چې رسنۍ اوس په افغانستان کې د اصلاحاتو لپاره د فشار پر يو ځواکمن مرکز بدلې شوې دي.
د کابل پوهنتون استاد اسد وحيدي وایی, رسنیو په ورستيو کلونوکې خپله تشه ډکه کړې او په ټولېز ډول یې هڅه کړې چې د افغان غوڅ اکثريت ولس روښانه هنداره ووسي.
خلک هم د ټاکنو له بهير څخه د رسنيو پر پراخ پوښښ خوښ دي او وايي، چې په ټاکنيزو مرکزونوکې د رسنيو فعال حضور د دې لامل شو چې په دې پړاو ټاکنو کې په نسبي ډول د درغليو مخه ونیول شي.
په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم وايي، چې رسنیو له ولسواک نظام څخه د ملاتړ لپاره اغېزمن کار کړی دی.
د ټاکنوخپلواک کمېسيون مطبوعاتي غړي ذبيح الله سادات کليد ته وويل، چې د جمهوري رياست په ټاکنوکې د رسنيو ونډه خورا مهمه وه.
خو بل پلو د خبريالانو د خونديتوب کمېټې اجرایوي مشر صديق الله توحيدي کليد ته وويل، چې حکومت او وسله وال طالبان بايد له خبريالانو څخه يو واحد تعريف ولري.
نوموړي ټېنګار وکړ، خبريالان او رسنۍ ملکي وګړي دي او يوازې د خلکو د ستونزو د را سپړلو او حقایقو روښانولو لپاره فعاليت کوي.
د يادونې وړ ده، چې د جمهوري رياست په ټاکنوکې د کليد راډيو په ګډون ځینو رسنيو د هېواد په کچه له دغه بهير څخه څارنه وکړه او په پراخ ډول يې ورته خبري پوښښ ورکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA