ads

د غزني والي: په غزني كې به د ملکي مرګ ژوبلې څېړنه وشي

د غزني والي وحيدالله كليمزى وايي، د دغه ولايت په خواجه عمري ولسوالۍ كې د ملكي تلفاتو د څېړلو لپاره يې يوه كمېټه په دنده ګومارلې ده. د نوموړي په خبره، د شنبې په ماښام شاوخوا شپږ بجې بې پيلوټه الوتكې د يادې ولسوالۍ په ده حاجي كلي كې په يوه باغ كې پر وسله […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
7 تله 1398
د غزني والي: په غزني كې به د ملکي مرګ ژوبلې څېړنه وشي

د غزني والي وحيدالله كليمزى وايي، د دغه ولايت په خواجه عمري ولسوالۍ كې د ملكي تلفاتو د څېړلو لپاره يې يوه كمېټه په دنده ګومارلې ده.
د نوموړي په خبره، د شنبې په ماښام شاوخوا شپږ بجې بې پيلوټه الوتكې د يادې ولسوالۍ په ده حاجي كلي كې په يوه باغ كې پر وسله والو طالبانو هوايي بريد كړى، چې له كبله يې پنځه طالبان او څو ملكي وګړي وژل شوي دي.
دى زياتوي، پېښه په بې پلوه توګه څېړل كېږي او كه څوك پړ وبلل شو، له قانوني چلند سره به مخ شي.
د كليمزي په وينا، په غزني كې د جمهوري رياست ټاكنو په ورځ طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او په خوږياڼو ولسوالۍ د دې ولايت لپاره د هغوى نومول شوى والي مولوي عبدالحنان هم وژل شوى دى.
ځايي اوسېدونكو بيا ويلي، چې په دغه هوايي بريد كې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او څلور تنه نور ژوبل دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA