ads

د ارزګان امنیتي چارواکي: تېره ورځ مو طالبان سخت وځپل

د ارزګان امنيتي چارواکي وايي، د ټاکنو په ورځو کې د وسله والو طالبانو هغه پلانونه شنډ شوي، چې غوښتل يې ټاکنې له ګواښ سره مخ کړي. د ارزګان امنیتي چارواکو د تلي د شپږمې د جمهوري ریاست د ټاکنو په تړاو رسنیو ته د معلوماتو د ورکولو لپاره یوه خبري غونډه جوړه کړه. د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
7 تله 1398
د ارزګان امنیتي چارواکي: تېره ورځ مو طالبان سخت وځپل
د ارزګان امنیتي چارواکي

د ارزګان امنيتي چارواکي وايي، د ټاکنو په ورځو کې د وسله والو طالبانو هغه پلانونه شنډ شوي، چې غوښتل يې ټاکنې له ګواښ سره مخ کړي.
د ارزګان امنیتي چارواکو د تلي د شپږمې د جمهوري ریاست د ټاکنو په تړاو رسنیو ته د معلوماتو د ورکولو لپاره یوه خبري غونډه جوړه کړه.
د دغه ولايت امنيه قوماندان محمد خطاب خنجري په یاده خبري غونډه کې وويل، چې د ارزګان په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې د مخامخ جګړې او هوايي بريدونو پرمهال وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.
هغه زياته وي، چې د ټاکنو په ورځ يې د دغه ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو موټر بم بريد شنډ کړی او۲۱ وسله وال طالبانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
نوموړی څرګندوي، چې د ټاکنو په مرکز ترينکوټ او دوو ولسواليو کې وسله والو طالبانو د ټاکنود پروسې ګډوډولو په هدف لسګونه توغندي وتوغول؛ چې يو شمېر يې د ملکي خلګو پر کورونو لګېدلي. په دغو بریدونو کې درې کسان ووژل شول او اووه نور ټپیان شول.
له دې سره د ارزګان د ټاکنو خپلواک کمېسيون مسولين هم وایي، چې په یاد ولايت کې ولسمشريزې ټاکنې په برياليتوب وشوې.
د ارزګان د ټاکنو د خپلواک کمېسون رییس احمدشاه قانوني د ټاکنو په تخنيکي برخه کې د يو شمېر ستونزو يادونه وکړه او پړه يې د ټاکنو د خپلواک کمېسون پر مرکزي اداري واچوله.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په ارزګان کې هم يو شمېر رای ورکوونکو ادعا کوله، چې د رايې ورکولو پرمهال د بايميټريک دستګاوې خرابې وې او د نومونو د پیدا کېدو په برخه کې له ستونزو سره مخ وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA