ads

افغانانو یو ځل بیا ډموکراسۍ ته (هو) وویل

۱۳۹۸/د میزان ۶مه/ د ۲۰۱۹ سپټمبر ۲۸مه کلید ګروپ د ټول هېواد په کچه د پراخ او سرتاسري انتخاباتي پوښښ له لارې ( په ۳۴ولایتونو او مهمو ولسوالیو کې د ۱۸۷خبریالانو په ګمارلو) د جمهوري ریاست څلورمې دورې ټاکنیزې پېښې وپوښلې. له بل لوري عام ولس او حتی د جمهوري ریاست یو شمېر نوماندانو ګومان […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
6 تله 1398
افغانانو یو ځل بیا ډموکراسۍ ته (هو) وویل
رایه ورکوونکي

۱۳۹۸/د میزان ۶مه/ د ۲۰۱۹ سپټمبر ۲۸مه

کلید ګروپ د ټول هېواد په کچه د پراخ او سرتاسري انتخاباتي پوښښ له لارې ( په ۳۴ولایتونو او مهمو ولسوالیو کې د ۱۸۷خبریالانو په ګمارلو) د جمهوري ریاست څلورمې دورې ټاکنیزې پېښې وپوښلې.
له بل لوري عام ولس او حتی د جمهوري ریاست یو شمېر نوماندانو ګومان کاوه چې د قطر په دوحې ښار کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې، تر ټاکنو لومړیتوب لري.
ډېری کارپوهانو( سیاسیونو، د مدني ټولنو غړو، د جمهوري ریاست نوماندانو او د ټاکنو خپلواک کمسیون) تمه لرله چې د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه به تر ټاکنو دمخه ترسره شي؛ خو د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپټمبر په ۷مه د یوه ټویټ په وسیله د سولې خبرې په ټپه ودرولې.
د پورتنیو عواملو ترڅنګ، خلکو هم په دې باور نه ‌درلود چې د هغوی رایې دې ټاکونکې وي. ځکه چې د ۲۰۱۴میلادي کال په ټاکنو یې د زعیم د ټاکلو له‌پاره کارول شوې رایې د امریکا بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کري له لوري د یوې سیاسي لوبې ښکار شوې او په نتیجه کې یې د ملي یووالي حکومت رامنځ ته شو.
د سولې هوکړې او د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د قدرت وېش د ټاکنو پایله چورلټ ننګوله. بالاخره دا هم یو روڼ واقعیت دی چې دوو اصلي نوماندانو(د ملي یووالي حکومت اوسني جمهور رئیس اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله) هم ونه‌توانېدل چې په خپلو اندکو او لږو لاسته راوړنو خلک قانع کړي. دا عوامل د دې سبب شول چې د جمهوري ریاست نوماندان د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال په سمه توګه سیالي ونه‌ شي کړای.
د ۱۳۹۸لمریز کال جمهوري ریاست ټاکنې داسې مهال وشوې چې تر پیلېدو دمخه یې د ټاکنو خپلواک کمسیون ویلي وو چې په خپل وخت به ترسره کېږي او رڼې به وي. د ټاکنو کمېسیون همدغې ډاډګېرنې ته په کتو له خلکو غوښتنه وکړه چې په پراخه کچه په کې برخه واخلي.
په پام کې وه چې د رایې ورکولو بهیر د سهار په اووه بجو پیل او د ماسپښین تر درېیو بجو دوام ومومي، خو د کابل په ګډون په ډېر ولایتونو کې ان د سهار تر اتو او نهو بجو پورې هم د رایې ورکولو مرکزونو دروازې د خلکو پرمخ تړلې وي. د ټاکنو له بهیر څخه د هېواد په ۳۴ولایتونو کې د کلید ګروپ خبري پوښښ ښيي چې په ځنډ سره د حساسو او غیر حساسو ټاکنیزو توکو رسېدل، د ټاکنیزو څارونکو پیکه‌والی، د بایو مټریک له الو سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کارکوونکو نه بلدتیا او د رایې ورکولو په مراکزو کې د رایه‌ ورکوونکو د لېستونو نشتون دا ستونزه زېږولې وه.
که څه هم په پلازمینه کابل او په یو شمېر ولایتونو کې د رایه ‌ورکوونکو د نومونو نشت خلک له رایه ورکولو راونه‌ګرځول، خو په ډېری سیمو کې دا ستونزه سبب شوه چې خلک تر اوږده انتظار وروسته بې له دې چې رایې ورکړي، خپلو کورونه ته ستانه شول.
دغو ستونزو داسې مهال سرونه را هسک کړي وو چې خلکو په یو شمېر سیمو کې له امنیتي ننګونو سره سره د رایې ورکولو مرکزونو تر شا صفونه جوړ کړي وو او لکه څنګه چې وړاندوینه کېده چې د خلکو ونډه به د پروسې تر پایه پورې زیاته شي، هماغسې زیاته شوه.
افغانانو په تېرو ۱۸کلونو کې په ډېرو بدو شرایطو کې په ډېره پراخه کچه په ټاکنو کې برخه اخېستې او بریالي کړي یې دي.
خلک دا ځل هم د امنیتي ننګونو او ګواښونو با وجود د خپلو مسوولیتونو په پېژندلو سره د رایو مرکزونو ته لاړل او خپلې رایې یې وکارولې.
د هېواد له ۳۴ولایتونو څخه د کلید ګروپ خبریالانو راپورونه ښيي چې د تېر ۱۳۹۷ لمریز کال د پارلماني ټاکنو په څېر بایو مټریک دستګاوو بیا هم ستونزې درلودې او اړینه اغېزناکي یې نه‌ لرله.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمسیون باید تېرې تجربې ته په پام دا ځل په پوره چمتووالي سره عمل کړی وای او ټولې ستونزې یې مدیریت کړې وای.
د نورو ستونزو ترڅنګ سیمه‌ییز دودنه هم په ځینو سیمو کې لامل شول چې یو شمېر خلک په تېره بیا ښځې د رایې ورکولو له حق څخه محرومې شي. له رایه ورکوونکو ښځو څخه د عکسونو اخستل هغه مسئله وه چې په دغه ورځ د یو شمېر ښځو لپاره یې ستونزې وزېږولې او په لوی شمېر کې ښځې ونه‌توانېدې چې خپلې رایې استعمال کړي، خو دا ستونزه بیا په ښارونو کې لږ لیدل شوې ده.
د رایې ورکولو په ورځ د امنیت ټینګښت هم له ډېرې اندېښمنوونکې ستونزې ځنې ګڼل کېده او یو شمېر منتقدین خو په دې باور وو چې ښايي دغه مسئله د ټاکنو پر بهیر ډېره ناوړه اغېزه وکړي.
طالبانو دوه اوونۍ وړاندې خلکو ته خبرداری ورکړی وو چې په ټاکنو کې دې برخه نه‌اخلي، تر څو د دوی د بریدونو ښکار نه‌شي. پر دې بنسټ په ټاکنو کې د خلکو د پیکه ونډې یو عمده علت همدا ننګونه وه.
خو لکه څنګه چې د ټاکنو له ترسره کېدو دمخه تبلیغات کېدل، ناامنۍ او بریدونو په دې برخه کې کومه ونډه او نقش نه‌درلود. که څه هم طالبانو هڅه وکړه چې د هېواد په یو شمېر سیمو کې د ځینو حرکاتو په ترسره کولو سره دا پروسه اخلال کړي. په ټوله کې د دغې دورې جمهوري ریاست ټاکنو ننګونې داسې شمېرلی شو:
• امنیتي پېښې
د جمهوري ریاست د دغې دورې په ټاکنو کې د امنیتي پېښو شمېره د پارلماني ټاکنو په نسبت د پام وړ کمه وه. اکثره حملې په وړه کچه او یا د رایې ‌ورکولو په مرکزونو باندې په راکټي بریدونو پورې محدودې وې.
وسله‌والو مخالفانو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې هم حملې وکړې چې په شا وتمبول شوې.
همدارنګه د رایې‌ ورکولو مرکزونو او په ځینو ځایونو کې د امنیتي ځواکونو لېږدوونکو موټرو ته نږدې د مقناطیسي ماینونو چاودونو هم کم شمېر تلفات واړول.
• د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمزوری چلند:
– د رایې‌ ورکولو مرکزونو ته د حساسو ټاکنیزو توکو ناوخته رسېدل؛
– د رایې‌ ورکولو په ځینو مرکزونو کې د ټاکنو خپلواک کمسیون د څارونکو نشت؛
– د بایومتریک له الو یا دستګاوو سره د کمیسیون کارکوونکو نه بلدتیا؛
– په ځینو مرکزونو کې د بایومتریک دستګاوو نه کار کول؛
– د رایې ورکولو په لیستونو کې د رایه ورکوونکو د نومونو نشتوالی؛
– او د رایې ورکولو د یو شمېر مرکزونو نه پرانستل کېدل.

• د رایه ورکولو په بهیر کې بهرنۍ لاسوهنې:
– د ټاکنو خپلواک کمسیون په چارو کې د پارلمان غړو، سیمه‌ییزو قومندانانو، بانفوذه افرادو او جنګسالارنو لاسوهنه او د تقلب لپاره هڅه؛‌
– په کاپیسا ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ځینې کارکوونکي د پارلمان یوه غړي له لوري وډبول شول او د یوه مشخص نوماند په ګټه، ترې ناوړه ګټه پورته شوه.
په هرحال، پورتنیو ستونزو او شکایتونو ته په پام، بیا هم ولیدل شول چې د جمهوري ریاست څلورم دور ټاکنې پای ته ورسېدې او خلکو د دغو ټاکنو په ترسره کېدو کې خپله برخه ادا کړه.
اوس د دې لپاره چې د ټاکنیزو بهیرونو په اړه د خلکو باور ته زیان ونه‌رسېږي او د پروسې رڼښت او شفافیت تر پوښتنې لاندې رانه‌شي، اړینه ده چې د ولایتونو مرکزونو ته د بایو مټریک الو تر لېږد او بالاخره مرکز ته یې تر رارسېدو وروسته، چارواکي هم عمومي سرور سره یې د معلوماتو د نښلولو پرمهال، د ملي او نړیوالو څارونکو په شتون کې اصلي او تقبلي رایې له یو بل جلا کاندي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA