slideshow

52
۶ تله ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد شفیق هېوادپال

په پکتیا کې څلور ماین ښخوونکي ووژل شول


په پكتيا كې څلور ماين ښخوونكي د خپل ماين په چاودنه كې وژل شوي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، دا پېښه د جمعې په ماسپښين د لجې منګل ولسوالۍ په مربوطاتو كې رامنځته شوې ده.
د سرچينې په وينا، څلورو وسله والو مخالفينو غوښتل په عامه سړك كې ماين ځاى پر ځاى كړي، چې د خپل ماين ښكار او ووژل شول.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *