ads

په هلمند کې د ټاکنو بهیر یو ساعت وروسته پیل شو

په هلمند کې د ټاکنو پروسه د مخابراتي شبکو د بندېدو له کبله یو ساعت وروسته پیل شوه. په هلمند ولایت کې تر ټاکل شوې وخت یو ساعت وروسته د ټاکنو د رایه اچوونې بهیر پر داسې مهال پیل شو چې په یاد ولایت کې مخابراتي شبکې تړل شوې وې. د دې تر څنګ امنیتي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
6 تله 1398
په هلمند کې د ټاکنو بهیر یو ساعت وروسته پیل شو
په هلمند کې د ټاکنو روان بهیر

په هلمند کې د ټاکنو پروسه د مخابراتي شبکو د بندېدو له کبله یو ساعت وروسته پیل شوه.
په هلمند ولایت کې تر ټاکل شوې وخت یو ساعت وروسته د ټاکنو د رایه اچوونې بهیر پر داسې مهال پیل شو چې په یاد ولایت کې مخابراتي شبکې تړل شوې وې.
د دې تر څنګ امنیتي چارواکو په یاد ولایت کې د کلکو امنیتي تدابیرو د نیول کېدو خبر ورکړی و، خو بیا هم د ځینو امنیتي پېښو راپورونه ورکړل شول. په هلمند کې د ټاکنو په پروسه کې د ښځینه وو ګډون کم رنګه وو.
په هلمند کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۲۵۰ د رايه اچونيې مرکزونه وو، خو د امنیتي ګواښونو له کبله یوازې ۷۵ مرکزونه پرانیستي وو.
د یاد ولایت د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر مشر بشیر احمد حامد بیا وایې، د ټاکنو د رايي اچونې په پروسه کې ځکه ځنډ رامنځته شو چې یوازنی لامل يې د خصوصي مخابراتي شبکو تړل کېدل وو.
نوموړي وویل، تېر ځل د بایمیتریک یو لړ تخنکي ستونزې وې، خو دا ځل هغه ستونزې تر ډېره حده حل شوې دي.
په ورته وخت کې بیا د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین د مرکز لښکرګاه په ګډون او یو شمېر ولسوالیو کې د امنیت د ټینګښت خبر ورکوي. نوموړی وایي، هلمندیانو د امنیت په فضا کې خپله رایه وکارول.
بل لوري ته بیا د لښکرګاه ښار اوسېدونکي په ټاکنو کې ګډون ت خوښي څرګندوي. دوی وایې، چې خپله رایه یې په امنیتي فضا کې وکاروله او له امنیتي ځواکونو یې مننه وکړه.
د یادولو وړ ده چې په هلمند کې د رایه اچونې پورسه تر ټاکلي وخت ورسته پیل شوه، خو د ولسي جرګي د ټاکنو په پرتله په دغو ټاکنو کې هم د خلکو ګډون کم رنګه و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA