ads

په ارزګان کې د رایه ورکولو بهیر په عادي ډول روان دی

په ارز ګان کې د رايه ورکولو بهیر د سهار په اتو بجو پیل او اوس هم دوام لري د رايه ورکولو بهیر لومړی د دغه ولايت په مرکزي لېسه سيدالخان کې د یاد ولايت د والي له خوا پیل شوه. د ارزګان والي محمد شفيق اسدالله سعيد د رايه ورکولو پرمهال له خلکو غوښتنه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
6 تله 1398
په ارزګان کې د رایه ورکولو بهیر په عادي ډول روان دی
په ارزګان کې په ټاکنو کې د مېرمنو پراخه ګډون

په ارز ګان کې د رايه ورکولو بهیر د سهار په اتو بجو پیل او اوس هم دوام لري
د رايه ورکولو بهیر لومړی د دغه ولايت په مرکزي لېسه سيدالخان کې د یاد ولايت د والي له خوا پیل شوه.
د ارزګان والي محمد شفيق اسدالله سعيد د رايه ورکولو پرمهال له خلکو غوښتنه وکړه چې په پراخه کچه د رايي ورکولو مرکزونو ته راشي د خپلې رایې وکاروي.
د ارز ګان امنيه قوماندان محمد خطاب خنجري هم د رايې ورکولو پرمهال له خلکو غوښتنه وکړه چې خلک دې په رایه اچوونه کې ګډون وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې په یاد ولایت کې بشپړ امنیتي تدابیر نیول شوي او کومه ستونزه نشته.
هغه کسان چې د رايې ورکولو لپاره مرکزونو ته راغلي، زياته وي چې د ملي احساس پر بنسټ راغلي دي او وایي چې د امنيت له پلو ډاډمن، خو د رايي ورکولو پرمهال له ځینو ستونزو سره مخ دي.
دوی څرګندوي، چې د نومونو په نوملړ کې د خلکو نومونه نشته او ترڅنګ يې بایمومټریک دستګاوې تخنیکي ستونزې لري.
دا په داسې حال کې ده چې د یاد ولایت په ځینو برخو کې خلک د خپلو شکایتونو پر ثبتېدو نه توانېدل، که څه هم تر دې وړاندې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویلي وو، چې په دې برخه کې کومه ستونزه نشته.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA