په غزني كې د يوه هوايي بريد په ترڅ كې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، پنځه طالبان د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته هغه مهال د هوايي بريد ښكار شول، چې په يوه كرولا ډوله موټر كې د غزني ښار له سفندې څخه قره باغي سيمې ته روان وو.
د نوموړي په خبره، په دې بريد كې بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه د يادې پېښې په اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.