د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې تېره شپه ټرافيکي پېښې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عمر ځواک وايي، د ګرشک ولسوالۍ په اب پاشک سيمه کې ريكشې او ټېلر موټر ټكر كړى دى.
د نوموړي په خبره، په دې ټرافيكي پېښه كې دوه مېرمنې او دوه نارينه وژل شوي او يو ماشوم ژوبل دی.
ځواک زياتوي، پېښه د ټېلر موټر د چلوونکي د بې احتياطۍ له كبله رامنځته شوې ده.
د موټر چلوونكو بې احتياطي، د سړكونو خرابوالى او د ټرافيكي قوانينو نه مراعاتېدل په هېواد كې د ټرافيكي پېښو عمده علتونه دي.


