ads

د ټاكنو په ورځ د مخابراتي شبكو د فعال ساتلو لپاره هڅې روانې دي

د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوجۍ وزارت وايي، د جمهوري رياست د ټاكنو په ورځ په هېواد كې د خصوصي او دولتي مخابراتي شبكو د فعال ساتلو لپاره هڅې روانې دي. د دې وزارت وياند شېرشاه نوابي نن كليد ته وويل، د وسله والو طالبانو د ګواښونو او د دغې ډلې لخوا د نوري فايبر د […]

نویسنده: hewadpal
5 تله 1398
د ټاكنو په ورځ د مخابراتي شبكو د فعال ساتلو لپاره هڅې روانې دي

د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوجۍ وزارت وايي، د جمهوري رياست د ټاكنو په ورځ په هېواد كې د خصوصي او دولتي مخابراتي شبكو د فعال ساتلو لپاره هڅې روانې دي.
د دې وزارت وياند شېرشاه نوابي نن كليد ته وويل، د وسله والو طالبانو د ګواښونو او د دغې ډلې لخوا د نوري فايبر د كېبلونو پرې كېدلو له كبله د هېواد په يو شمېر سيمو كې د سلام مخابراتي شبكې فعاليت درېدلى دى.
د ده په خبره، په ځينو ولايتونو كې د خصوصي مخابراتي شبكو د فعاليت درېدل پر سلام مخابراتي شبكې د ډېر ازدحام سبب شوي او د دې شبكې خدمتونه يې له ستونزو سره مخ كړي دي.
د وسله والو طالبانو د ګواښونو په ترڅ كې په څو ولايتونو كې خصوصي مخابراتي شبكو خپل فعاليتونه په بشپړه توګه درولي او په ځينو سيمو كې سلام مخابراتي شبكه هم فعاليت نه لري، چې دا ستونزه د خلكو د شكايتونو د راپورته كېدو سبب شوې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA