ads

د جمهوري رياست ټاکنو ته هر اړخيز چمتووالی اعلان شو

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د جمهوري رياست ټاكنې به د شنبې په ورځ د سهار په اوو بجو پيل شي او د مازديګر تر څلورو بجو پورې به دوام وكړي. لوړپوړو امنيتي چارواكو او د ټاكنو خپلواك كمېسيون د دارالانشاء رئيس حبيب الرحمان ننګ د جمعې په ورځ په يوه ګډه خبري غونډه كې […]

نویسنده: hewadpal
5 تله 1398
د جمهوري رياست ټاکنو ته هر اړخيز چمتووالی اعلان شو

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د جمهوري رياست ټاكنې به د شنبې په ورځ د سهار په اوو بجو پيل شي او د مازديګر تر څلورو بجو پورې به دوام وكړي.
لوړپوړو امنيتي چارواكو او د ټاكنو خپلواك كمېسيون د دارالانشاء رئيس حبيب الرحمان ننګ د جمعې په ورځ په يوه ګډه خبري غونډه كې د جمهوري رياست ټاکنو ته خپل هر اړخيز چمتووالی اعلان کړ.
ننګ په دغه خبري غونډه کې وويل، د ټاکنو لپاره پوره چمتووالی نيول شوی او څه باندې ۱۴۴ زره ملي او نړيوال څارونكي به يې وڅاري.
په همدې حال كې د ملي دفاع وزارت لوی درستيز بسم الله وزيري او د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال خوشحال سادات خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د ټاکنو ورځې لپاره بشپړ امنيتي تدابير نيول شوي او په ډاډه زړه دې په كې برخه واخلي.
په ورته وخت کې د ټاکنو څارونکي بنسټونه د جمهوري رياست ټاکنو ته خوشبينه دي او وايي، سږ کال به د غښتلي څار په مټ ټاکنې رڼې او ټولو ته د منلو وړ وي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاكنو د بنسټ فيفا وياندې سميرا رسا کليد ته وويل، دوى د جمهوري رياست ټاكنو په تړاو كومه ژوره اندېښنه نه لري، خو هيله څرګندوي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رڼو ټاکنو د ترسره كولو په برخه كې خپلې كړې ژمنې عملي كړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، كه چېرته د ټاكل شوي وخت له پاى ته رسېدو وروسته خلك له راى وركولو پاتې شي، دا وخت به د ورځې تر پايه وغځول شي.
افغانان د شنبې په ورځ د جمهوري رياست څلورم پړاو ټاکنې تجربه کوي، چې په دې سره به د خپل هېواد د تاريخ يوه بله پاڼه واړوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA