جمهور رئيس محمد اشرف غني او د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو د جمهوري رياست ټاكنو په اړه ټيليفوني خبرې كړې دي.
پمپيو ويلي، د ټاکنو د پايلو د مشروعيت د تضمين لپاره اړينه ده، چې د كانديدانو او د افغانستان د ټاکنيزو بنسټونو چلند له ملامتيا لرې وي.
بلخوا جمهور رئيس غني پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، چې له پمپيو سره يې پر ټاكنو بحث وكړ او ورته يې د هغو د بشپړ امنيت ډاډ وركړ.
ده د امريكايي مرستو قدرداني كړې او د يوه باثباته افغانستان لپاره يې د كابل او واشنګټن پر ګډې همكارۍ ټينګار كړى دى.
دا ټيليفوني خبرې په داسې حال كې شوي، چې ټاكل شوې سبا د جمهوري رياست ټاكنې ترسره شي.


