په كابل كې د امريكا سفير جان بس د جمهور رئيس محمد اشرف غني د هغو څرګندونو په تړاو غبرګون ښودلى، چې په كې يې د متحدو ايالتونو نړيواله پراختيايي اداره USAID بې كفايته مرستندويه بنسټ بللى دى.
جان بس تېره شپه پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، له دې كبله مايوسه شوي، چې جمهور رئيس غني د امريكا د نړيوالې پراختيايي ادارې عالي كار او په افغانستان كې د افغانانو د ژوند ښه كولو په برخه كې د دوى هڅې له پامه غورځولې دي.
د هېواد جمهور رئيس د تېرې چهار شنبې په ورځ په يوه مركه كې وويل، USAID يو بې كفايته مرستندويه بنسټ دى او له لارې يې افغانانو ته د مرستې له يوه ډالره يوازې ۱۰ سنټه رسېږي.
جمهور رئيس غني زياته كړه، ياد بنسټ په تېرو پنځو كلونو كې ورته يو راپور نه دى وركړى.
د راپورونو له مخې، په تېرو ۱۸ كلونو كې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د شوې مرستې يوه ستره برخه حيف او ميل شوې ده.


