دفاع وزارت خبر ورکوي چې د پنجشنبې په ورځ یې په غزني کې د یو هوایي برید په پایله کې پنځه وسله وال طالبان له منځه یوړل.
دغه وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې یاد وسله وال په یو سراچه ډوله موټر کې سپاره وو، چې د غزني په اندړ ولسوالۍ کې په هوایي برید کې په نښه شول.
د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، یادو وسله والو هوډ درلود چې د جمهوري ریاست ټاکنې ګډوډې کړي، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې ووژل شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.