له ټاکنو څخه څارونکي بنسټونه وايي، تمه لري چې داځل په ټاکنوکې له پراخو او سازمان دهي شوو درغليو څخه مخنیوی وشي.
په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) د پنجشنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته خپلې اندېښنې له رسنيو سره شريکې کړې.
د ياد بنسټ مشر يوسف رشيد په دغه غونډه کې وويل، که څه هم د ټاکنو لپاره ټولې تخنيکي او امنيتي چمتووالی نیول شوی؛ خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رامنځته کېدونکي احتمالي کړکېچ مديريت څنګه کولی شي…؟
نوموړي ټينګار وکړ، د ټاکنو خپلواک کمېسيون او امنيتي چارواکي بايد د يو کړکېچ د مخنېوي لپاره بدیله لاره ولري.
د څار بنسټونو په وينا، په تېرو ټاکنوکې د ځينو نوماندانو پلویانو په درغليوکې لوی لاس درلود او له همدې کبله په جمهوري ریاست ټاکنوکې همدغه اندېښنه موجوده ده.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشرې حوا علم نورستانۍ تېره ورځ په يوې خبري غونډه کې وويل، چې د ټاکنو د رونټيا په برخه کې په بېساري ډول چمتووالی نېول شوی دی.
تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې ستر امنیتي معین تېره ورځ په یوه خبري ناسته کې هېوادوالو ته ډاډ ورکړی چې د ټاکنو په تړاو یې بشپړ امنیتي تدابیر نیولي او په همدې هدف ډېر شمېر ولسوالۍ هم له وسله والو بیرته ونیول شوې.
د جمهوري رياست ټاکنو ته يوازې يوه ورځ پاتې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د اعلان له مخې به د تلې په شپږمه نېټه د شنبې په ورځ رسما پيل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ