ads

د ټاکنو کمېسیون او د کورنیو چارو وزارت ټاکنو ته د بشپړ چمتوالي خبر ورکړ

د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د کورنیو چارو وزارت راتلونکو ټاکنو ته د بشپړ چمتوالي خبر ورکړ. د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشرې حوا عالم نورستانۍ د چهارشنبې په ورځ له امنیتی چارواکو سره په يوې ګډې خبرې غونډه کی ژمنه وکړه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ټاکنو له شکاياتو کمېسيون سره په همغږۍ د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
3 تله 1398
د ټاکنو کمېسیون او د کورنیو چارو وزارت ټاکنو ته د بشپړ چمتوالي خبر ورکړ
د ټاکنو کمېسیون او د کورینو چارو وزارت مسولین

د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د کورنیو چارو وزارت راتلونکو ټاکنو ته د بشپړ چمتوالي خبر ورکړ.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشرې حوا عالم نورستانۍ د چهارشنبې په ورځ له امنیتی چارواکو سره په يوې ګډې خبرې غونډه کی ژمنه وکړه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ټاکنو له شکاياتو کمېسيون سره په همغږۍ د د رڼو ټاکنو ترسره کېدو هڅې کوي.
زموږ همکار جعفر فیصل په دې اړه راپور چمتوکړی، په ګډه یې اورو
د ټاکنو لپاره بشپړ تخنيکي او امنيتي چمتووالی نېول شوی
د ټاکنو خپلواک کمېسيون او د کورنيو چارو وزارت چارواکی وایی، چې د افغانستان د جمهوري رياست ټاکنو لپاره بشپړ تخنيکي او امنيتي چمتووالی نیول شوی دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشرې حوا عالم نورستانۍ د چهارشنبې په ورځ له امنیتی چارواکو سره په يوې ګډې خبرې غونډه کی ژمنه وکړه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ټاکنو له شکاياتو کمېسيون سره په همغږۍ د د رڼو ټاکنو ترسره کېدو هڅې کوي.
په همدې حال کې د کورنيو چارو وزارت هم د جمهوري رياست ټاکنو د امنيت په برخه کې بشپړ ډاډ ورکوي او وايي، چې په ټول افغانستان کې وار له مخه امنيتي تدابیر نېول شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين خوشحال سادات په دغه غونډه کې وويل، امنيتي چارواکي پوره چمتووالی لري چې د جمهوري رياست ټاکنو په ورځ امنيت خوندي کړي.
سادات له ټولو خلکو غوښتنه وکړه، چې په پوره ډاډ سره دې په ټاکنو کې ګډون وکړي.
په افغانستان کې د جمهوري رياست ټاکنو پايلې تل له ننګوونو سره مخ شوې او کاندیدانو په اسانۍ د ټاکنو پایلې نه دي منلې.
سږکال هم ځينو کاندېدانو وار له مخه په ټاکنوکې د احتمالي درغليو له کبله ګواښونه کړي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، داځل ټاکنې رڼې دي او له ټاکنو وروسته به ډېر ژر د ټاکنو پايلې اعلان شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشرې حوا علم نورستانۍ د همدې پوښتنې په ځواب کې وويل، ټول کاندېدان بايد د ټاکنو خپلواک کمېسويون لخوا اعلان شوو پایلو ته غاړه کېږ دي.
ټاکل شوې د جمهوري رياست ټاکنې درې ورځې وروسته د تلې په شپږمه نېټه ترسره شي او د ټاکنو خپلواک کمېسيون په وينا، په دغو ټاکنوکې به ۴۹۴۲ د رای ورکولو مرکزونه پرانيستې وي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA