د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د کرکټ د درې اړخیزو سیالیو پایلوبه د باران له کبله مساوي اعلان شوه.
ټاکل شوې وه چې افغان کرکټ ملي لوبډله د بنګله دېش پر وړاندې د درې اړخیزو سیالیو پایلوبه ترسره کړې، خو پرون مازدیګر په بنګله دېش کې د باران ورېدو له کبله دغه لوبه تر څو ساعته ځنډېدو وروسته د دواړو لوبډلو تر منځ مساوي پای ته ورسېده.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې تر منځ درې اړخیزه شل اوره سیالۍ د سپټمبر پر ۱۳مه پیل شوې وې، چې په دغو لوبو کې افغانستان دوې، بنګله دېش درې او زیمبابوې یوه لوبه وګټلې.
د افغانستان کرکټ بورډ دغه سیالۍ د افغانستان لپاره له لاسته راوړنو ډکې بللې او زیاته کړې یې ده چې نن به افغان لوبډله بیرته افغانستان ته راستنه شي.