ads

خوستۍ مېرمنې: په ټاکنو کې به په پراخه کچه ګډون وکړو

په خوست کې مېرمنو د يوې راټولېدنې پرمهال وويل، چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې به پر ننګونو سربېره په پراخه کچه ګډون وکړي. د ښځو لپاره په ټاکنو کې د ګډون په هدف د عامه پوهاوي یاده راټولېدنه د خوست په اداري کمپلیکس کې نیول شوې وه. د خوست د ښځو چارو رییسه شفعیه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
3 تله 1398
خوستۍ مېرمنې: په ټاکنو کې به په پراخه کچه ګډون وکړو
په خوست کې د ټاکنو غونډه

په خوست کې مېرمنو د يوې راټولېدنې پرمهال وويل، چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې به پر ننګونو سربېره په پراخه کچه ګډون وکړي.
د ښځو لپاره په ټاکنو کې د ګډون په هدف د عامه پوهاوي یاده راټولېدنه د خوست په اداري کمپلیکس کې نیول شوې وه.
د خوست د ښځو چارو رییسه شفعیه نورزۍ وایي، ښځې د ټولنې نیمايي برخه جوړوي، نو پکار ده چې ښځې هم په راتلونکو ټاکنو په پراخه پیمانه ګډون وکړي.
هغې که څه هم په ټاکنو کې د ښځو پرګډون د کلتوري او یو شمېر نورو لاملونو د اغېز له کبله اندېښنه وښوده، خو وایي هیله داده، چې ښځې په ټاکنو کې برخه واخلي.
په ورته مهال د دغې غونډې دوو ګډونوالو له کلید سره په خبرو کې وویل، هم یې خپلې کورنۍ هڅولي او هم یې نورو ته عامه پوهاوی ورکړی، چې ښځې په ټاکنو کې برخه واخلي.
هغوی وایي، پر کلتوري ننګونو سربېره به په جمهوري ریاسټ ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي.
د خوست د علماوو شورا مشر مولوي شاه محمود په اسلام کې د رايې په ارزښت وغږېد او ويې ويل، چې په اسلام کې داسې څه نشته چې ښځې د رايې ورکونې او شهادت څخه منع کړي.
په خوست او په ټوله کې په هېواد کې عام نظر دادی، چې ښځې به ونه کړی شي، چې په ټاکنو کې د نورو کلونو په شان ګډون وکړي.
د خلکو په باور داځل ټاکنو کې د ښځو عکس اخېستل جبري شوي، چې دا چاره به د ښځو ګډون په ټاکنو کې کمرنګی کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA