ads

په ترکیه کې د پولیسو پر یو بس موټر چاودنه شوې

د ترکیې امنیتي چارواکي خبر ورکوي چې نن سهار په یاد هېواد کې د پولیسو پر یو بس موټر د کوزان سیمې ته د تګ پر مهال چاودنه شوې او یو شمېر پولیس پکې ټپیان شوي دي. امنیتي مسولین څرګندوي چې سیمې ته یې ځواکونه رسېدلي او د دغې پېښې په اړه یې پلټنې پیل […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
3 تله 1398
په ترکیه کې د پولیسو پر یو بس موټر چاودنه شوې
ترکیه چاودنه

د ترکیې امنیتي چارواکي خبر ورکوي چې نن سهار په یاد هېواد کې د پولیسو پر یو بس موټر د کوزان سیمې ته د تګ پر مهال چاودنه شوې او یو شمېر پولیس پکې ټپیان شوي دي.
امنیتي مسولین څرګندوي چې سیمې ته یې ځواکونه رسېدلي او د دغې پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
په یاده پېښه کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې تر اوسه معلوم نه دی.
د راپورنو له مخې، دا چاودنه دومره زوروره وه چې پر ځاني زیانونو سربېره یې مالي زیانونه هم اړولي دي.
تر اوسه چا د دغې پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA