ads

د امریکا کانګرېس ډونالډ ټرمپ استیضاح کوي

د امریکا د جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د استیضاح لپاره رسما پلټنې پیل شوې. د امریکا ډیموکراټ ګوند د ټرمپ د استیضاح لپاره پلټنې وروسته له هغه پیل کړې چې ویل کېږي ټرمپ له اوکراین څخه د سیاسي ملاتړ غوښتنه کړې ده. د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي پرون وویل، چې جمهور رییس ټرمپ باید […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
3 تله 1398
د امریکا کانګرېس ډونالډ ټرمپ استیضاح کوي
د امریکا کانګریس

د امریکا د جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د استیضاح لپاره رسما پلټنې پیل شوې.
د امریکا ډیموکراټ ګوند د ټرمپ د استیضاح لپاره پلټنې وروسته له هغه پیل کړې چې ویل کېږي ټرمپ له اوکراین څخه د سیاسي ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي پرون وویل، چې جمهور رییس ټرمپ باید د دغې مسلې په اړه ځواب ووایي.
د نوموړې په خبره، قانون تر ټولو لوړ دی او باید د امریکا پر ټولو وګړو یو ډول پلی شي.
خو ټرمپ بیا ویلي، چې ډیموکراټان ټاکنې بایلي، نو ځکه د ده د استیضاح په لټه کې دي.
د ټرمپ د استیضاح لپاره پر داسې مهال پلټنې پیلېږي چې په دې وروستیو کې د متحده ایالاتونو او اوکراین د جمهور رییسانو تر منځ ټلیفوني خبرو د رسنیو پام ځان ته اړولی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA