ads

کرکټ: افغانستان او بنګله دېش نن د درې اړخیزو سیالیو پایلوبه کوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د بنګله دېش د کرکټ له ملي لوبډلې سره د درې اړخيزو ۲۰ اوريزو سياليو پايلوبه کوي. د كركټ يادې درې اړخيزې سيالۍ د افغانستان، زمبابوې او بنګله دېش ترمنځ پيل شوې وې، چې افغانستان په کې دوه لوبې وګټلې او دوه يې وبايللې. دغه لوبې، چې د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
2 تله 1398
کرکټ: افغانستان او بنګله دېش نن د درې اړخیزو سیالیو پایلوبه کوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د بنګله دېش د کرکټ له ملي لوبډلې سره د درې اړخيزو ۲۰ اوريزو سياليو پايلوبه کوي.
د كركټ يادې درې اړخيزې سيالۍ د افغانستان، زمبابوې او بنګله دېش ترمنځ پيل شوې وې، چې افغانستان په کې دوه لوبې وګټلې او دوه يې وبايللې.
دغه لوبې، چې د روانې سپټمبر مياشتې په ۱۳مه نېټه د بنګله دېش په کوربه توب پيل شوې وې، ټاکل شوې د كابل په وخت نن مازديګر پنځه بجې يې د افغان او بنګله دېشۍ لوبډلو ترمنځ پايلوبه پيل شي.
بلخوا ويل کېږي، چې ممکن راشد خان په تېره لوبه کې د ټپي کېدو له کبله په پايلوبه کې ونه لوبېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA