ads

په خوست کې د لومړي ځل لپاره د پښتورګو ناروغۍ د درملنې مرکز جوړ شو

په خوست کې د لومړي ځل لپاره د پښتورګو ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز جوړ شو. د عامې روغتیا مسولين وايي پدې ولایت کې پخوا د پښتورګو د درملنې کوم مشخص ادرس نه ؤ معلوم، خو وايي له دې وروسته به ددې مرکز په جوړیدو سره د پښتورګو ناروغانو ستونزې همدلته پخپل هیواد کې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
2 تله 1398
په خوست کې د لومړي ځل لپاره د پښتورګو ناروغۍ د درملنې مرکز جوړ شو
روغتون

په خوست کې د لومړي ځل لپاره د پښتورګو ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز جوړ شو.
د عامې روغتیا مسولين وايي پدې ولایت کې پخوا د پښتورګو د درملنې کوم مشخص ادرس نه ؤ معلوم، خو وايي له دې وروسته به ددې مرکز په جوړیدو سره د پښتورګو ناروغانو ستونزې همدلته پخپل هیواد کې حل کيږي.
مسولين وايي د هیواد په کچه له ننګرهار څخه وروسته خوست دویم ولایت دی، چې د پښتورګو ناروغۍ د درملنې مرکز پکې جوړي‎ېږي.
د عامې روغتیا مسولينو په خبره، پخوا به هغه ناروغان چې د پښتورګو ناروغۍ يې درلودې، له هېواده بهر پاکستان، هندوستان او یا نور هېوادونو ته د درملنې په هدف تلل، خو وايي اوس به يې دلته پخپل هېواد کې درملنه کېږي.
د خوست والي محمد حليم فدايي وايي، له ودانۍ پرته د دې مرکز لپاره د ۱۱ میلیونه افغانيو په لګښت ماشینونه اخیستل شوي، چې لګښت يې د عامې روغتیا وزارت له لوري ورکړل شوی.
د عامې روغتیا وزارت د پښتورګو برخې مسول محمد قاسم ساحلي وايي، په یاد مرکز کې به د هېواد په کچه په دولتي سکتور کې په لومړي ځل له جرمني هېواده راوړل شوی هغه ماشین هم نصب کړي، د پښتورګو تیږي ماتوي.
د خوست یو تن اوسېدونکی بسم الله ارمان وایي، خوښ دی، چې په خوست کې د لومړي ځل لپاره د پښتورګو د درملنې مرکز جوړېږي، خو په خبره یې هیله یې داده چې خدمات یې د روغتیا د نورو برخو په شان کمزوري نه وي.
د یادونې ده چې خوست کې اوس هم ډېری وخت ناروغان او ناروغ لرونکي د عامې روغتیا له خدماتو سر ټکوي او ورڅخه خوښ نه دي.
مسولین هم د خلکو اندېښنه پرځای بولي او وايي، چې د خوست نفوس ته په کتو په دې ولایت کې ۵۰۰ بستریز روغتون ته اړتیا ده، چې اوسنی سل بستریز روغتون او شته امکانات يې ستونزې نشي هوارولی.
نوموړي وايي د عامې روغتیا وزرات ورسره ژمنه کړې، چې د خوست ملکي روغتون به په نېږدې راتلونکي کې ۵۰۰ بستریز روغتون ته لوړوي، چې ورسره به شته ستونزې راکمې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA