ads

اطلاعاتو فرهنګ وزارت د ځوانانو د انسجام لپاره نوې هڅې پیل کړې

د ځوانانو معينيت وايي، چې د افغان ځوانانو د بسيج کولو لپاره يې مهم پلانونه پلي کېدونکي دي. په اطلاعات او فرهنګ وزارت کې د ځوانانو معين اجمل شاپور دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ د ځوانانو او دولتي چارواکو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې وکړې. ياده غونډه د جمهوري رياست د چارو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
2 تله 1398
اطلاعاتو فرهنګ وزارت د ځوانانو د انسجام لپاره نوې هڅې پیل کړې
د اطلاعاتو فرهنګ وزارت

د ځوانانو معينيت وايي، چې د افغان ځوانانو د بسيج کولو لپاره يې مهم پلانونه پلي کېدونکي دي.
په اطلاعات او فرهنګ وزارت کې د ځوانانو معين اجمل شاپور دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ د ځوانانو او دولتي چارواکو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې وکړې.
ياده غونډه د جمهوري رياست د چارو ادارې په بلنې جوړه شوې وه؛ چې هدف يې د ځوانانو او دولتي چارواکو ترمنځ مخامخ خبرې اترې وې؛ خو ځينې حکومتي چارواکي ورته حاضر نه شول.
په اطلاعات او فرهنګ وزارت کې د ځوانانو معين محمد اجمل شاپور وويل، د افغان ځوانانو د بسيج کولو لپاره يې مهم پلانونه پلې کېدونکي دي.
شاپور زياته کړه، چې د افغانستان په کچه د ځوانانو لپاره د يوې سرتاسري شبکې جوړول او د ځوانانو د ظرفيت لوړولو لپاره د تحصيلي بورسونو برابرول د افغان حکومت لومړیتوب دی.
د ځوانانو ياد معين ټينګار وکړ، چې ځوانان بايد له حزبي مسایلو او ژبنيو تعصبونو لېرې ووسي او د خپل راتلونکي لپاره فکر وکړي.
په دغه غونډه کې د ځوانانو پوښتنې د دوی پر بنسټیزو ستونزو ور ټولې وې؛ خو ډېری پوښتنې يې دغې غونډې ته د چارواکو د نه حاضرېدو له کبله بې ځوابه پاتې شوې.
بېکاري، د ځوانانو سياسي برخليک او داسې نورې پوښتنې د همدغو خبرو اترو اساسي محوريت جوړوي؛ خو چارواکي هم ورته له ځواب ور کولو عاجز دي.
د ځوانانو معين اجمل شاپور د ځوانانو د نیوکې په ځواب کې وويل، چې دا معينيت يوازې د ځوانانو ستونزې تر چارواکو رسولی شي؛ خو د دغې ستونزې د حل کولو لپاره عملا څه نه شي کولی.
د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د نورو هېوادونو په پرتله په ملي مسایلو کې د ځوانانو سياسي ګډون ډېر کمزوری دی او د ځوانانو ستونزې ډېرې کمې اورېدل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA