د پکتیکا ولایت ځينې مېرمنې وايي، د ټاکنو پر ورځ د خپلې خوښې وړ نوماند ته رایه ورکوي، خو د دوی عکس دې نه اخیستل کېږي.
دغه مرمنې وايي، که دا غوښتنه نه يې ونه منل شي، پرېکړه يې کړې چې په ټاکنو کې برخه نه اخلي.
د پکتیکا ولایت د ښځو چارو په ریاست کې یو شمېر مېرمنې را ټولې شوې او غوښتنه کوي چې د رايې ورکولو پر مهال باید د دوی عکسونه وانه خیستل شي.
د پکتیکا د مرکز ښرنې اوسېدونکې «اریانا» کلید ته وویل، د سیمې کلتور ته په کتو د دغه ولایت مېرمنو پرېکړه کړې چې د رايې ورکولو پر مهال دې عکس نه ورڅخه اخیستل کېږې.
دا وايي، ډېری مېرمنې سټيکر لرونکې تذکرې لري، خو که دا غوښتنه يې په هغه ورځ ونه منله شي، رایه به ور نه کړي.
د دغه ولایت دوې نورې مېرمنې هم ورته غوښتنه لري او ټینګار کوي چې د عکس نه اخیستلو په شرط رایې ورکولو ته چمتو دي.
دوی وايي، دلته اوس هم پخواني ناوړه کلتوري رواجونه واکمن دي او د کورنۍ غړي خپلو مېرمنو ته په هېڅ صورت د عکس اخیستلو اجازه نه ورکوي.
د پکتیکا ولایت د ښځو چارو رییسه بي بي حوا «خوشیوال» وايي، یادې مېرمنې په خورا سختۍ له کورونو را وځي او دلته د نورو سیمو په پرتله په داسې ملي پروسو کې د ښځو ګډون ته شرایط نه دي برابر شوي.
نوموړې وايي، د امکان تر حده دې هڅه وشي چې د دوی غوښتنه و منله شي او دوی ته دې له عکس اخیستلو پرته په ټاکنو کې د ګډون زمینه برابره شي.
بل پلو د پکتیکا ولایت د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس محمد هارون «باور» له کلید سره په خبرو کې وویل، د یادو مېرمنو غوښتنه به له مرکزي ادارې سره شریکه او وروسته به ورباندي پرېکړه کوي.
نوموړی څرګندوي، که مېرمنې د رايي ورکولو پر مهال له عکس اخیستلو انکار وکړي، ښايي دا څه د مېرمنو ونډه په ټاکنو کې کم رنګه کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، هر رايه ورکوونکی نارینه او ښځینه د رايه ورکولو پر مهال د سټیکر لرونکي تذکرې تر څنګ یو دانه عکس هم باید واخلي او پرته له دې د رایه ورکولو حق ورڅخه اخیستل کېږې.


