د امريکا جمهور ریيس ډونالډ ټرمپ د شمالي کوريا له مشر كيم جونګ اون سره د بياځلي ليدو خبر ورکړ.
ټرمپ پرون وويل، ډېر ژر به له كيم سره وويني.
د امريكا جمهور ریيس دا خبره په نيويارك كې د ملګرو ملتونو مقر ته تر ننوتلو وړاندې خبريالانو ته وكړه.
نوموړي د خبريالانو د دې پوښتنې په ځواب کې، چې څه وخت به له کيم سره وګوري؟ وويل، دغه ليدنه به په نېږدې وخت کې وشي.
امريکا او شمالي كوريا له ۲۰۱۸ ميلادي کال راهيسې د پيونګيانګ د اټومي وسلو د له منځه وړلو لپاره درې ځلې مذاکرات کړي، خو تراوسه د دواړو هېوادونو ترمنځ مذاكرات بريالي شوي نه دي.


