د فارياب ولايتي چارواكي د دې ولايت د اندخوى د څلور ګونو ولسواليو د امنيت د ټينګښت په هدف د چټګ غبرګون د شاوخوا ۱۰۰ كسيزې قطعې د جوړېدو خبر وركوي.
دوى وايي، دا قطعه د جمهوري رياست ټاكنو د امنيت د ټينګښت او له يادو ولسواليو د دولت د وسله والو مخالفينو د ايستلو لپاره جوړه شوې ده.
د فارياب د والي وياند جاوېد بيدار كليد ته وويل، د دغې امنيتي قطعې سرتېري، چې له ۱۵ عرادو زيات زغره وال وسايط او موډرن جنګي امكانات لري، تېره ورځ اندخوی، قرم قل، خان چارباغ او قرغان ولسواليو ته لاړل.
د ځايي چارواكو په وينا، ټاكل شوې دا سرتېري د جمهوري رياست تر ټاكنو وروسته هم د فارياب د اندخوى د څلور ګونو ولسواليو امنيت ټينګ كړي.
دغه ولسوالۍ د فارياب د ناامنه ولسواليو له جملې څخه دي او د دولت وسله وال مخالفين په كې فعاليت لري.