د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار كې چاودنې دوو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند مبارز اتل كليد ته وويل، نن سهار ۱۰ بجې او ۲۰ دقيقې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې په مربوطاتو کې پر يوه ټوډي موټر چسپکي ماين چاودنه کړې ده.
نوموړى وايي، په دې چاودنه يو ملکي وګړى وژل شوى او يو بل ټپي دى.
د يادې چاودنې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
دا په داسې حال كې ده، چې تېره ورځ له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې په مربوطاتو کې په يوه بايسکل کې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له كبله يو امنيتي سرتېرى او درې ملكي وګړي ژوبل شول.