ads

د کابل ناپاکې هوا هېوادوال اندېښمن کړي

د کابل اوسېدونکي له امنيتي ستونزو ور هاوخوا د ناپاکې هوا له مرګونو ستونزو سر ټکوي. په کابل کې د منې موسم له پيلېدو سره سم خلک د ژمي لپاره تياری نيسي او تجربو ښودلې چې د کابل د هوا ډېره برخه د سون توکي خرابوي. تېرکال د ژمي په موسم کې ډېرو خلکو د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
31 وږی 1398
د کابل ناپاکې هوا هېوادوال اندېښمن کړي
د کابل ناپاکه هوا

د کابل اوسېدونکي له امنيتي ستونزو ور هاوخوا د ناپاکې هوا له مرګونو ستونزو سر ټکوي.
په کابل کې د منې موسم له پيلېدو سره سم خلک د ژمي لپاره تياری نيسي او تجربو ښودلې چې د کابل د هوا ډېره برخه د سون توکي خرابوي.
تېرکال د ژمي په موسم کې ډېرو خلکو د ډبرو له سکرو څخه ګټه پورته کوله، چې له کبله يې د کابل هوا په ډېره کچه ککړه شوې وه.
د کابل اوسېدونکي د ناپاکې هوا له کبله ژورې اندېښنې څرګندوي او له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې سږکال د هوا د ککړېدو مخه ونيسي.
د کابل اوسېدونکی زين الله وايي، د ناپاکې هوا له کبله څو وار ناروغ شوی دی.
په همدې حال کې د کابل يو بل اوسېدونکي عزيز احمد کليد ته وويل، د چاپېريال ساتنې مسووليت د ټولو خلکو پر غاړه دی او خلک بايد د چاپيريال ساتنې له ادارې سره په همغږۍ خپل چاپیریال پاک وساتو.
په ورته وخت کې د ښاروالۍ اداره بيا ټينګار کوي، چې سږکال به له هوا د ککړېدو څخه په جدي ډول مخنېوی وکړي او چاته به اجازه ور نه کړي چې په خپل سر د ښار هوا ککړه کړي.
د کابل د ښاروالۍ ادارې وياندې نرګس مومند له کليد راډيو سره په يوې ځانګړې مرکه کې وويل، سږکال په ژمي کې د هوا د پاکوالي لپاره منظم پلانونه لري.
موږ هڅه وکړه چې په همدې تړاو د چاپيريال ساتنې ادارې نظر هم واخلو، خو بريالي نه شوو.
د روغتيا وزارت تر دې وړاندې خبر ورکړی و، چې هرکال زرګونه ماشومان په هېواد کې د ناپاکې هوا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA