ads

د احصایي ملي اداره: د برېښنایي تذکرو د وېش لړۍ چټکه شوې

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې چارواكي د برېښنايي تذكرو د وېش لړۍ د چټكولو خبر وركوي او وايي، د يادو تذكرو د وېش ورو لړۍ د خلكو د نيوكو سبب شوې وه، خو اوس دوى زياتې اسانتياوې رامنځته كړي، ترڅو خلك په اسانۍ سره برېښنايي تذكري ترلاسه كړي. د احصايې او معلوماتو ملي ادارې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
31 وږی 1398
د احصایي ملي اداره: د برېښنایي تذکرو د وېش لړۍ چټکه شوې
الکترونیکي پېژندپاڼه

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې چارواكي د برېښنايي تذكرو د وېش لړۍ د چټكولو خبر وركوي او وايي، د يادو تذكرو د وېش ورو لړۍ د خلكو د نيوكو سبب شوې وه، خو اوس دوى زياتې اسانتياوې رامنځته كړي، ترڅو خلك په اسانۍ سره برېښنايي تذكري ترلاسه كړي.
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې رئيس احمد جاوېد رسولي نن د كابل ښار په كارته پروان سيمه كې د برېښنايي تذكرو د وېش مركز د پرانيستې په مراسمو كې وويل، هېوادوال كولاى شي په لږ وخت كې او په اسانۍ سره دا ډول تذكرې واخلي.
د نوموړي په خبره، تر دې دمه په كابل او دوو نورو ولايتونو كې ۲۸۷ زره كسانو ته برېښنايي تذكرې وركړل شوې دي.
اوسمهال په كابل كې پنځه او په هرات او ننګرهار ولايتونو كې د برېښنايي تذكرو د وېش دوه مركزونه فعال دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA