ads

داعش پر کربلا ښار د چاودنې پړه ومنله

داعش ډلې تېره شپه اعلان وكړ، چې د عراق په كربلا ښار كې د جمعې ورځې چاودنه دوى كړې ده. په دې چاودنه كې ۱۲ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي وو. د عراقي رسنيو د راپورونو پر بنسټ، دا چاودنه په يوه موټر كې د ځاى پر ځاى شوي بم له كبله […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
31 وږی 1398
داعش پر کربلا ښار د چاودنې پړه ومنله
کربلا کې د داعش برید

داعش ډلې تېره شپه اعلان وكړ، چې د عراق په كربلا ښار كې د جمعې ورځې چاودنه دوى كړې ده.
په دې چاودنه كې ۱۲ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي وو.
د عراقي رسنيو د راپورونو پر بنسټ، دا چاودنه په يوه موټر كې د ځاى پر ځاى شوي بم له كبله وشوه.
كه څه هم امريكا ادعا كوي، چې داعش ډله يې په عراق او سوريه كې په بشپړه توګه له منځه وړې، خو پرون سوريايي چارواكو ومنله، چې داعشيان لا هم په سوريه كې فعال دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA