ads

په مصر کې ۷۴ لاريون كوونكي نيول شوي

په مصر کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د ياد هېواد امنيتي ځواکونو ۷۴ لاريون کوونکي نيولي دي. هلته لاريونونه د عبدالفتاح السيسي د حکومت په وړاندې پيل شوي او لاريون کوونکي د محمد علي په نوم د يوه سوداګر په پلوۍ راټول شوي دي. محمد علي يو مصرى سوداګر دى، چې په […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
31 وږی 1398
په مصر کې ۷۴ لاريون كوونكي نيول شوي
مصر لاریون

په مصر کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د ياد هېواد امنيتي ځواکونو ۷۴ لاريون کوونکي نيولي دي.
هلته لاريونونه د عبدالفتاح السيسي د حکومت په وړاندې پيل شوي او لاريون کوونکي د محمد علي په نوم د يوه سوداګر په پلوۍ راټول شوي دي.
محمد علي يو مصرى سوداګر دى، چې په هسپانيا کې اوسېږي او ادعا کوي، چې د مصر له پوځ سره يې پراخې مرستې کړي او د امنيتي بنسټونو او د السيسي د کورنۍ د فساد په اړه معلومات لري.
بلخوا د بشري حقونو د څار بنسټ په مصر کې د لاريون کوونکو او حکومت ترمنځ پر روان حالت اندېښنه ښودلې او د امنيتي ځواکونو له لوري يې د نيول شوو کسانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
داسې هم ويل کېږي، چې دغه لاريونونه د محمد مرسي او د نوموړي د زوى عبدالله د پټې مړينې په غبرګون کې پيل شوي دي.
دا له ۲۰۱۳ ميلادي کال راهيسې لومړى ځل دى، چې مصريان د واکمن نظام په وړاندې لاريونونه کوي او د عبدالفتاح السيسي د لرې كېدو غوښتونکي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA