په البانيا كې پرون تر څو لسيزو وروسته نسبتاً زورورې زلزلې لسګونه كسان ټپيان كړل او خلكو ته يې درانه مالي زيانونه هم واړول.
د امريكا ځمك پېژندنې ادارې د دې زلزلې شدت د رېختر په كچه پنځه اعشاريه شپږ درجې ښودلى دى.
د البانيا دولتي راډيو ټلويزيون راپور وركړى، چې د يادې زلزلې له كبله ۵۲ تنه ټپيان شوي او روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
خو په ځينو راپورونو كې د ټپيانو شمېر ۵۰ تنه ياد شوى دى.
د ځايي چارواكو په خبره، د بالكان په لوېديځ كې په تېرو ۳۰ كلونو كې دا ډول زلزله بې مخينې وه.


