د خوست شيخ زايد پوهنتون يو شمېر استادان وايي، چې د حزبي او ګوندي مسايلو د پاللو له کبله د پوهنتون تدريسي او علمي چارې ټکنۍ شوې دي.
یاد استادان وایي، په دغه اکاډومیک مرکز علمي مافیا واکمنه ده، چې پوهنتون یې د غوروالي پرځای د خبرابېدو پر لور روان کړی.
دغو استادانو چې شمېر یې ۷۰ کسانو ته رسېده، پرون د يوه خبري کنفرانس پرمهال وويل، له تقرر څخه نېولې د پوهنتون ټولې چارې د حزب، ژبې او سمت له مخې کېږي.
د شیخ زاید پوهنتون دوو استادانو اسدالله تڼي او استاد حبیب د پوهنتون په مشرتابه او یو شمېر نورو مسولینو تور پورې کړ، چې ګنې دلته ګوندي، قومي او سمتي اړیکې پالي او د ظوابطو ځای روابطو نیولي دی.
دوی وایي، هغه څوک چې د پوهنتون له مسولینو سره یادې شوې اړیکې ولري، کولی شي چې په اسانه تقرر وکړي، علمي ترفیعات واخلي او سکلرشیفونه ورته ورسېږي، خو هغه څوک چې له دوی سره اړیکه ونه لري، له یادو امتیازاتو بې برخې پاتې کېږي.
د پوهنتون یو بل استاد ډاکټر ګل نواز وايي، په شیخ زاید پوهنتون کې علمي مافیا واکمنه ده.
د نوموړي په خبره، په اداره کې داسې بدلون راوستل غواړي چې پوهنتون د ناوړه کېدو پرځای د پرمختګ پر لور بوځي.
په ورته مهال د خوست والي محمد حلیم فدایي وایي، پخوا له دې ستونزو خبر نه وو. د هغه په خبره چې اوس یې د یادو ستونزو د حل په هدف ځانګړې کمېټه ټاکلې، چې په وسیله به یې په پوهنتون کې شته ستونزو ته د پای ټکی کېږي.
استادانو د ګواښ په ډول وویل، که یې ستونزې هوارې نه شي، په راتلونکي یوه اونۍ کې به تدریسي بهیر ته هم د پای ټکی کېږدي.
د یادونې ده چې یوازې خوست شیخ زاید پوهنتون نه دی، چې استادان او محصلین یې اداره په قومي، ګوندي او سمتي اړیکو تورنوي، بلکې د هېواد له یو شمېر نورو پوهنتونونو هم وخت نا وخت داسې راپورونه را وځي چې، ګنې استادان او چارواکي یې قوم، ژبې اوګوندي اړیکو ته لومړیتوب ورکوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


