ads

افغان او بنګله دېش د سه شنبې په روځ د درې اړخیزو سیالیو پایلوبه کوي

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې په درې اړخيزو ۲۰ اوريزو سياليو كې په خپله څلورمه لوبه كې تېره شپه د بنګله دېش د كركټ له ملي لوبډلې ماتې وخوړه. د دې لوبه پچه، چې په بنګله دېش كې ترسره شوه، د كوربه هېواد د لوبډلې لوبډلمشر وگټله او د توپ اچونې پرېكړه يې وكړه. […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
31 وږی 1398
افغان او بنګله دېش د سه شنبې په روځ د درې اړخیزو سیالیو پایلوبه کوي
د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ټیمونه

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې په درې اړخيزو ۲۰ اوريزو سياليو كې په خپله څلورمه لوبه كې تېره شپه د بنګله دېش د كركټ له ملي لوبډلې ماتې وخوړه.
د دې لوبه پچه، چې په بنګله دېش كې ترسره شوه، د كوربه هېواد د لوبډلې لوبډلمشر وگټله او د توپ اچونې پرېكړه يې وكړه.
افغان لوبډلې په ټاكل شوو ۲۰ اورونو كې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۸ منډې وكړې، خو بنګله دېشۍ لوبډلې وركړل شوى هدف په ۱۹ اورونو كې د شپږو لوبغاړو په له لاسه وركولو سره پوره كړ او لوبه يې وګټله.
افغان لوبډلې په يادو سياليو كې په خپلو څلورو ترسره كړو لوبو كې دوه ګټلې او دوه بايللې دي.
افغانستان له دوو برياوو سره د نومرو په جدول کې په دوهم ځای کې دی.
د افغانستان، بنگله دېش او زمبابوې ترمنځ د كركټ د ۲۰ اوريزو سياليو پايلوبه به د راتلونكې سې شنبې په ورځ د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA