ads

په زابل كې د وروستي موټربم بريد پلاوونكى ونيول شو

د غزني ولايتي چارواكي وايي، امنيتي ځواكونو په دغه ولايت كې د ځانمرګو بريدونو د يوه پلاوونكي په ګډون نهه وسله وال طالبان نيولي دي. د غزني د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، دا كسان تېره شپه د مبين عملياتو په مهال په جغتو ولسوالۍ كې د ځانګړو افغان ځواكونو له لوري […]

نویسنده: hewadpal
30 وږی 1398
په زابل كې د وروستي موټربم بريد پلاوونكى ونيول شو

د غزني ولايتي چارواكي وايي، امنيتي ځواكونو په دغه ولايت كې د ځانمرګو بريدونو د يوه پلاوونكي په ګډون نهه وسله وال طالبان نيولي دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، دا كسان تېره شپه د مبين عملياتو په مهال په جغتو ولسوالۍ كې د ځانګړو افغان ځواكونو له لوري ونيول شول.
د نوموړي په خبره، په نيول شوو كسانو كې په غزني او زابل ولايتونو كې د طالبانو د ځانمرګو بريدونو يو طرحه كوونكى او همدارنګه دوه هغه كسان، چې غزني ته يې د ترهګريزو بريدونو د ترسره كولو لپاره دوه موټربمه راوړي وو، شامل دي.
په همدې حال كې د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند فواد امان ويلي، د طالبانو د ځانمرګو بريدونو هغه پلاوونكي، چې په غزني كې نيول شوى، د زابل يوه روغتون ته نېږدې د ترسره شوي بريد په طرحه كولو لاس درلود.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.
د پنجشنبې په سهار د زابل يوه روغتون ته نېږدې موټربم بريد، چې طالبانو يې مسووليت پر غاړه واخيست، دا روغتون ويجاړ كړ او د ناروغانو په ګډون يې لسګونو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA