ads

ټرمپ: طالبانو اوربند نه مانه، ځكه مې ورسره خبرې ختمې كړې

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، له طالبانو سره يې د سولې خبرې د اوربند منلو ته د هغوى د نه حاضرېدو له كبله ختمې اعلان كړې. نوموړي په سپينې ماڼۍ كې وويل، طالبانو فكر كاوه، چې د تاوتريخوالي په زياتولو سره به امتياز ترلاسه كړي، خو دوى په خپله محاسبه كې تېروتنه وكړه. […]

نویسنده: hewadpal
30 وږی 1398
ټرمپ: طالبانو اوربند نه مانه، ځكه مې ورسره خبرې ختمې كړې

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، له طالبانو سره يې د سولې خبرې د اوربند منلو ته د هغوى د نه حاضرېدو له كبله ختمې اعلان كړې.
نوموړي په سپينې ماڼۍ كې وويل، طالبانو فكر كاوه، چې د تاوتريخوالي په زياتولو سره به امتياز ترلاسه كړي، خو دوى په خپله محاسبه كې تېروتنه وكړه.
د ټرمپ په وينا، له طالبانو سره يې ليدنې ته بشپړ چمتووالى درلود، خو كله چې پوه شو هغوى اوربند نه كوي، د دې ليدنې د لغوه كولو تصميم يې ونيوه.
په داسې حال كې، چې له طالب استازو سره د امريكا د جمهور رئيس د ليدنې د پلان په وړاندې اعتراضونه موجود وو، خو ټرمپ له خپل دغه تصميمه په دفاع كولو سره زياته كړه، له هر چا سره ليدنې ته چمتو دى او دا كار مرسته كوي، چې خپل مخالفين ښه وپېژني.
د امريكا او طالبانو استازو د قطر په پايتخت دوحه كې له نهه پړاوه مذاكراتو وروسته د سولې هوكړه په اصولو كې نهايي كړه او يوازې يې د ټرمپ تاييد ته اړتيا لرله، خو هغه د كابل په شش درك سيمه كې د موټربم ځانمرګي بريد په غبرګون كې، چې له كبله يې د يوه امريكايي سرتېري په ګډون ۱۲ تنه ووژل شول، ياد مذاكرات ختم اعلان او پر طالبانو يې بريدونه زيات كړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA