ads

طوفان هريرود لوبډله د فوټبال سياليو اتله شوه

طوفان هريرود لوبډلې په پايلوبه كې شاهين اسمايي لوبډلې ته په ماتې وركولو سره په پرله پسې توګه د دوهم ځل لپاره د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سياليو اتلولي وګټله. د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اتم پړاو سياليو پايلوبه، چې د تېرې زمري مياشتې په ۲۹مه نېټه پيل شوې وې، تېره شپه […]

نویسنده: hewadpal
30 وږی 1398
طوفان هريرود لوبډله د فوټبال سياليو اتله شوه

طوفان هريرود لوبډلې په پايلوبه كې شاهين اسمايي لوبډلې ته په ماتې وركولو سره په پرله پسې توګه د دوهم ځل لپاره د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سياليو اتلولي وګټله.
د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اتم پړاو سياليو پايلوبه، چې د تېرې زمري مياشتې په ۲۹مه نېټه پيل شوې وې، تېره شپه د فوټبال فدراسيون په لوبغالي كې ترسره شوه.
دواړه لوبډلې د لوبې په ۹۰ دقيقو كې ونه توانېدې، چې د يو بل په وړاندې ګول ووهي، خو د اضافي ۳۰ دقيقو په لومړۍ نيمايي كې طوفان هريرود لوبډله بريالۍ شوه، چې د شاهين اسمايي لوبډلې د ګول دروازه پرانېزي.
كه څه هم د اضافي وخت په دوهمه نيمايي كې شاهين اسمايي لوبډلې بريدګره لوبه وكړه، خو ويې نه شواى كولاى ګول ترسره كړي او په دې سره د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اتم پړاو سياليو پايلوبه په يو – صفر پايلې سره د طوفان هريرود لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.
بايد وويل شي، چې په يادو سياليو كې د هېواد د اتو زونونو لوبډلو ګډون درلود.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA