د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون د ټاكنيزو مبارزو له پيله تر دې دمه ۷۶ شكايتونه ثبت كړي دي.
د دغه كمېسيون مرستيالې وياندې زرمينې حقجو كاكړ كليد ته وويل، ډېرى شكايتونه د محمد اشرف غني په مشرۍ له دولت جوړوونكي ټاكنيز ټيم او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې له ټاكنيزې ډلې څخه له دولتي امكاناتو د ناوړې ګټې اخيستنې په برخه كې شوي دي.
د هغې په وينا، د ټاكنيزو شكايتونو په كمېسيون كې د ثبت شوو شكايتونو تر څېړلو وروسته سرغړوونكو ټاكنيزو ټيمونو ته اخطاريې صادرې شوي او يا نغدي جريمه شوي دي.
ټاكل شوې د جمهوري رياست ټاكنې د راتلونكې شنبې په ورځ ترسره شي او د ټاكنو خپلواك كمېسيون ورته د بشپړ چمتووالي خبر وركوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ