امريكا د ايران پر مركزي بانك او د ملي پراختيا پر صندوق بنديزونه ولګول.
متحدو ايالتونو دغه كار وروسته له هغې وكړ، چې د سعودي عربستان د تېلو پر تاسيساتو بريدونه وشول او ايران په كې په لاس لرلو تورن شو.
د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ پرون په سپينې ماڼۍ کې له خبريالانو سره د خبرو په مهال دا پر ايران د تر ټولو لوړې كچې بنديزونه وبلل.
هغه وويل، د ده په باور له زغمه کار اخيستل د ډېر زيات قوت څرګندونه کوي او په دې ډول يې اشاره وکړه، چې په سملاسي توګه د ايران په ضد پوځي اقدام کولو ته تيار نه دى.