جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، سياسي ګډون او له ټاكنو او جمهوري نظامه ملاتړ د هېواد د ۴۰ كلن بحران د حل غوره لار ده.
هغه نن د سولې نړيوالې ورځې په مناسبت په خپل پيغام كې وويل، رښتينې سولې ته د رسېدو لپاره په كار ده، چې اوربند وشي او د وينې تويېدل پاى ته ورسېږي.
جمهور رئيس غني ټينګار وكړ، د ټولو قتلونو او خونرېزيو مسووليت د هغه چا پر غاړه دى، چې سوله او اوربند نه مني.
د نوموړي په خبره، د افغانستان د ثبات، امنيت او پرمختګ د مخالفينو د بدو نيتونو باوجود دا هېواد تر بل هر وخت زيات سولې ته نېږدې شوی دی.
دا په داسې حال كې ده، چې د ملي يووالي حكومت د جمهوري رياست ټاكنو تر ترسره كولو پورې د سولې په برخه كې خپلې هڅې درولې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ