ads

افغانستان نن له بنګله دېش سره د كركټ ۲۰ اوريزه لوبه كوي

ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله نن په درې اړخيزو ۲۰ اوريزو سياليو كې خپله څلورمه لوبه د بنګله دېش د كركټ له ملي لوبډلې سره ترسره كړي. دا لوبه به په بنګله دېش كې د كابل په وخت د مازديګر په پنځو بجو پيل شي. افغان لوبډلې په يادو سياليو كې په […]

نویسنده: hewadpal
30 وږی 1398
افغانستان نن له بنګله دېش سره د كركټ ۲۰ اوريزه لوبه كوي

ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله نن په درې اړخيزو ۲۰ اوريزو سياليو كې خپله څلورمه لوبه د بنګله دېش د كركټ له ملي لوبډلې سره ترسره كړي.
دا لوبه به په بنګله دېش كې د كابل په وخت د مازديګر په پنځو بجو پيل شي.
افغان لوبډلې په يادو سياليو كې په خپلو درېيو ترسره كړو لوبو كې دوه ګټلي او يوه يې بايللې ده.
افغانستان له دوو برياوو سره د نومرو په جدول کې په لومړي ځای کې دی.
د افغانستان، بنگله دېش او زمبابوې ترمنځ د كركټ ۲۰ اوريزې لوبې به د روانې سپټمبر مياشتې په ۲۴مه نېټه پاى ته ورسېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA