ads

په جلال اباد ښار كې چاودنې څلور تنه ټپيان كړل

د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار كې چاودنې څلور تنه ټپيان كړي دي. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند مبارز اتل كليد ته وويل، نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې په مربوطاتو کې په يوه بايسکل کې ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو چاودنه كړې […]

نویسنده: hewadpal
30 وږی 1398
په جلال اباد ښار كې چاودنې څلور تنه ټپيان كړل

د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار كې چاودنې څلور تنه ټپيان كړي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند مبارز اتل كليد ته وويل، نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې په مربوطاتو کې په يوه بايسکل کې ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو چاودنه كړې ده.
نوموړي زياته كړه، په دې چاودنه كې يو امنيتي سرتېرى او درې ملكي وګړي سطحي ټپيان شوي دي.
د يادې چاودنې مسووليت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA