ads

په غزني كې د ګډو افغان ځواكونو پراخ تصفيوي عمليات پيل شول

د غزني په رشيدان او جغتو ولسواليو كې نن سهار وختي د مبين په نوم د ګډو افغان ځواکونو پراخ تصفيوي عمليات پيل شول. د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، د يادو پوځي عملياتو هدف، چې د ملي اردو، كومانډو، ملي پوليسو او ملي امنيت سرتېري يې مخته وړي، د وسله […]

نویسنده: hewadpal
29 وږی 1398
په غزني كې د ګډو افغان ځواكونو پراخ تصفيوي عمليات پيل شول

د غزني په رشيدان او جغتو ولسواليو كې نن سهار وختي د مبين په نوم د ګډو افغان ځواکونو پراخ تصفيوي عمليات پيل شول.
د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، د يادو پوځي عملياتو هدف، چې د ملي اردو، كومانډو، ملي پوليسو او ملي امنيت سرتېري يې مخته وړي، د وسله والو طالبانو ځپل او په اصلي سيمو كې د رشيدان ولسوالۍ د مركز او د جغتو ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ ځاى پر ځاى كول دي.
د نوري په خبره، د قياق درې د لارې تصفيه، چې شپږ ولسوالۍ د غزني له مرکز سره نښلوي، هم په دې پوځي عملياتو کې شامله ده.
دا تصفيوي عمليات په غزني کې د ملي اردو د درېيمې لېوا مخکېني قوماندان ډګروال عبدالمبين محبتي ته، چې څو اونۍ وړاندې په قره باغ ولسوالۍ کې ووژل شو، د درناوي په هدف د مبين په نوم نومول شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA