د هلمند د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست وايي، هره ورځ له دغه ولايته د كابل په ګډون يو شمېر نورو ولايتونو ته له ۸۰ تر ۱۰۰ ټنو پورې انار صادرېږي.
د هلمند د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست د پروګرامونو د همغږۍ مسوول سيد رفيع الله قلم كليد ته وويل، دا مهال هلته په ۱۱۶۵ هکټاره ځمکه کې د انارو بڼونه موجود دي.
د ده په وينا، د انارو هر هكټار باغ ۲۱ ټنه حاصل وركوي، چې په دې سره په هلمند كې د انارو سږنى حاصل ۲۴۴۶۵ ټنو ته رسېږي.
باغ لرونكي خوښ دي، چې سږ كال يې ډېر انار ترلاسه كړي او په خبره يې، د ښې بيې ترڅنګ ښه بازار هم لري.
په هلمند كې سږ كال ټولو مېوه لرونكو ونو ښه حاصلات وركړي، چې مسوولين يې لوى علت زيات ورښتونه په ګوته كوي.