د پاكستان لومړى وزير عمران خان په نيويارك كې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه كې تر ګډون وړاندې په دوه ورځني سفر سعودي عربستان ته تللى دى.
راپورونه وايي، عمران خان د خپل سفر په مهال د سعودي عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزيز او وليعهد محمد بن سلمان سره په جلا توګه ليدلي دي.
پاكستاني رسنيو ويلي، چې په دې ليدنو كې په دوه اړخيزو او سيمه ييز مسايلو خبرې وشوې.
دا د پاكستان د لومړي وزير په توګه سعودي عربستان ته د عمران خان څلورم سفر دى.
بايد وويل شي، چې د پاکستان حکومت په منځني ختيځ او کشمير کې د روان بحران د حل لپاره د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو پر چوپتيا نيوکه کوي.