ads

د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سياليو پايلوبه نن شپه ترسره كېږي

ټاكل شوې د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اتم پړاو سياليو پايلوبه، چې د تېرې زمري مياشتې په ۲۹مه نېټه پيل شوې وې، نن شپه د فوټبال فدراسيون په لوبغالي كې د طوفان هريرود او شاهين اسمايي لوبډلو ترمنځ ترسره شي. شاهين اسمايي لوبډلې په نيمه پايلوبه كې د سيمرغ البرز لوبډلې ته او […]

نویسنده: hewadpal
29 وږی 1398
د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سياليو پايلوبه نن شپه ترسره كېږي

ټاكل شوې د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اتم پړاو سياليو پايلوبه، چې د تېرې زمري مياشتې په ۲۹مه نېټه پيل شوې وې، نن شپه د فوټبال فدراسيون په لوبغالي كې د طوفان هريرود او شاهين اسمايي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
شاهين اسمايي لوبډلې په نيمه پايلوبه كې د سيمرغ البرز لوبډلې ته او طوفان هريرود لوبډلې په نيمه پايلوبه كې د سپين غر بازانو لوبډلې ته په ماتې وركولو سره د يادو سياليو پايلوبې ته لار موندلې وه.
د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اتم پړاو لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې وې، چې په لومړي ګروپ کې طوفان هريرود، د ميوند اتلان، موج ‌های امو او سيمرغ البرز لوبډلې ولوبېدې او په دوهم ګروپ كې شاهين اسمايي، د اباسين څپې، د سپين غر بازان او عقابان هندوکش لوبډلو لوبې وكړې.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو د اووم پړاو اتلولي طوفان هريرود لوبډلې ګټلې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA