ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله نن په بنګله دېش كې په درې اړخيزو ۲۰ اوريزو سياليو كې خپله درېيمه لوبه د زمبابوې د كركټ له ملي لوبډلې سره ترسره كړي.
دا لوبه به د كابل په وخت د مازديګر په پنځو بجو پيل شي.
افغانستان تر دې دمه د كركټ په ۲۰ اوريزو لوبو كې له زمبابوې سره اته وارې مخ شوى او اته واړه لوبې يې ګټلې دي.
افغان لوبډلې په يادو سياليو كې په خپلو دواړو ترسره كړو لوبو كې برياوې ترلاسه كړې دي.
افغانستان له دوو برياوو سره د نومرو په جدول کې په لومړي ځای کې دی.
د افغانستان، بنگله دېش او زمبابوې ترمنځ د كركټ ۲۰ اوريزې لوبې به د روانې سپټمبر مياشتې په ۲۴مه نېټه پاى ته ورسېږي.